امنیت

درې سوه کيلوګرامه اپين کشف شول

کابل – باختر د کب دمياشتې دويمه
د سمنګانو ولايت پوليسو يوه زياته اندازه اپين کشف او ضبط کړل او په دې اړوند يې دوه تنه نيولي دي .
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال محمد صادق مرادي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د منسوبينو د هلوځلو له امله ٢٩٢ کيلوګرامه اپين نن کشف او ضبط شول .
دغه اپين په ١٢٠کڅوړو او د غوړيو په ١٦پنځه ليتره بوشکوکې ځاى پرځاى شوي و او په يو هنيو ډول موټرکې چې د بلخ ولايت ٤٦٩٤ لمبر پليټ لري؛ بار شوي و او له بغلان ولايت څخه د بلخ ولايت ته ليږدول کيدل چې کشف او ضبط شول.
د ده د څرګندونو له مخې: د دغې پيښې په اړوند د فراه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ اوسيدونکى محمد امين او د بغلان ولايت د اندراب د پل حصار ولسوالۍ اوسيدونکى غلام حبيب په نومونو دوه تنه نيول شوي دي.
ده وويل: که څه هم په سمنګانو ولايت کې له لسو کلونو را په دې خوا د کوکنار کرل صفر شوي دي؛ خو د دغه ولايت پوليس هلې ځلې کوي چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو ترافيک هم صفرکړي.
په همدې حال کې د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره د مبارزې مديرسمونوال عبدالحق شيرزاد د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هغو راپورونو له مخې چې دوى ته رسيدلي و؛ دغه موټر د فيروز نخچير د کمربند د پلټنې په پوسته کې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته