کابل باختر د اسد٢٧
د هيواد دخپلوا کۍ د بيرته ترلاسه کولو دڅلور نوي يمې کاليزي په مناسبت د ملي شورا د مشرانو جرګې دمبارکۍ پيغام
دافغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي شورا دمشرانو جرګه دافغا نستان د خپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو د څلور نوي يمي کاليزې په مناسبت د ډيرو ښو مبارکيو مراتب د افغا نستان داسلا مي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي ، دجمهوري رياست د عالي مقام مرستيالانو ، دملي شوراغړو ، قاضي القضات او د سترې محکمې غړو ، د جهاد او مقاومت مشرانو، دکابينې غړو،د اردو، پوليسو او د ملي امنيت منسوبينو ، د آزادى د لارې مجاهدينو او مدافعانو ، دشهيدانو معظمو وارثانو اومعلولينو ، په بهرکې ميشتو افغان مهاجرينو او ټولو ګرانو هيواد والو ته وړاندې کوي او دلوى خداى (ج) له در بار څخه ګران هيواد ته د خدمت په لاره کې د دوي د لازياتو برياليتوبونو هيله کوي
د ګران افغانستان په وياړلو ورځو کې يوه هم د اسد ٢٨ دهيواد يوه تاريخي
ورځ ده چې ٩٤ کاله مخکي په دې ورځ د افغا نستان د محبوب باچا غازي
امان الله خان په مشرۍ د دغه هيواد مجاهدينو او غازيانو د وخت له سمبالو
بريتانوي ځواکونو سره په خونړيو خو ټاکوونکو جګړو سره ،افغا نستان د زاړه استعمار له منګولو څخه وژغوره او د هيواد خپلواکۍ يې وګټله .
زموږ د هيواد خلک له هغه وروسته هم له سترو تاريخي ازموينو او د پرديو له يرغلونو سره مخامخ شول او هر ځلې يې دخپلو تودو وينو په تويولو سره د هيواد خپلواکۍ او آزادي وساتله او په هره زماني دوره کې يې د تيري کوونکو هيلې
په نا اميدي بدلې کړې .
دافغا نستان د سنا مجلس يوځل بيا ګرا و هيواد والو ته د مبارکيو د مراتبو د
وړاندې کولو په ترڅ کې د هيواد دخپلوا کۍ د غازيانو ، مجاهدينواو شهيدانو د خاطرو درنا وي کوي او دلوى خداى (ج) له دربارڅخه هغوي ته د فردوس جنت هيله کوي او غواړي چې د دې هيواد اتل خلک له هغو توطيو څخه چې نن ورځ
د افغا نستان د کمزوري کولو په مقصد د پرديوله خوا پيل شوي دي ، انشا الله د تيرو وختونو په شان هغه هم ناکاموي اوپه ميړانې او زړورتيا سره به د هيواد آزادي او خپلواکۍ وساتي .
2 1 دقیقه لوستل