نړۍ

په سوريه کې دهوايي بريدونو له امله دلسګونو تنه وژل کيدل .

دمشق  باختر د ثور  اووه ويشتمه :
  دسوريې په  ادليب  ښارکې پرون دحکومتي ځواکونو دهوايي بريدونو له امله څه ناڅه اته څلويښت تنه ووژل شول .
باختراژانس دبهرنيو  رسنيو له خولې خبر راکړ دغه بريدونه دسراقيب او کفراويد په ښارګوټي کې چې ديرغلګرو  ځواکونو له خوا اداره کيږي ترسره شول چې ٤٨ تنه ملکي وګړي ووژل شول . دغه راز په دې بريدونوکې په لسګونو تنه ټپيان شول چې دځينو حالت خراب بلل شوى دى .
ديوبل خبر له مخې ترکيې دسوريې يو هليکوپتر دهوايي حريم ته دنقض کولو په علت غورځولى  دى .
  دترکيې  ددفاع وزير عصمت يلماز وويل چې دغه هليکوپتر  دترکيې فضايي حريم ته د ١١ کيلومترو په ژورتيا الوتنه کړې او له غورځيده مخکې پنځه دقيقې دترکيې هوايي حريم کې وه .
سوريې دخپل هليکوپتر غورځيدل تکذيب کړى اوويلي دي، ترکيې دپلټنې يوه بې سپرلۍ هليکوپتر باندې ډزې کړي دي . 
ترکيې هم دتيرکال دکب په مياشت کې  دسوريې يو هليکوپتر دخپل هوايي حريم دنقض کولو په سبب وغورځوله .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته