امنیت

دکندز والي: د کندز ښار د ډار اچوونکو لاس ته نه ورځي

کابل باختر د زمري يو ديرشمه :
  د کندز والي اسدالله امرخيل په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې دکندز خلکو ته ډاډ ورکړ چې د کندز ښاربه د ډار اچوونکو لاس ته ورنه شي .
د کندز والي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې ياغي طالبان په ځينو ساحوکې د پوځي تحرکاتو په لټه کې وو؛ خو دا د دې مانا نلري چې دولتي ځواکونه د هغوى پرخلاف له تعرض څخه عاجز دي .
د دې لپاره چې ملکي وګړو ته د سر زيان  ونه رسيږي؛ د امنيتي ځواکونو عمليات په احتياط سره ترسره کيږي .
ده زياته کړه: زموږ امنيتي ځواکونه د ډار اچوونکوطالبانو د ځپلو په برخه کې د سترو برياليتوبونو شاهدان دي او تر اوسه پورې ٧٧ تنه وسله وال طالبان د دغه ولايت په بېلابېلو سيموکې وژل شوي او ٥٧ تنه نوريې ټپيان شوي دي چې ١٠ تنه ميړني امنيتي ځواکونه شهيدان شوي دي .
خبرځاى وويل: هغو دولتي مسوولينو ته چې د ډار اچوونکو له خوا دکندز د نيول کيدو له ويرې له دندې څخه تښتيدلي دي؛ خبر دارى ورکول کيږي چې خپلو دندو ته نه شي ستنيداى .
دغه راز د کندز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد قسيم جنګلباغ وويل چې په کندزکې ميشت امنيتي ځواکونه د ياغيانو پرخلاف د عملياتو ځواکمني لري او په ډيرلنډ ممکن وخت کې به د تروريستانو د ځپلو او د امنيت د تامينولو په موخه د کندز ولايت په ټولو سيموکې پراخ عمليات پيل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته