خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په بلخ کې د ۲ میلیونو افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړه شوه

کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د ۲ میلیونو افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دغه مدرسه چې د بلخ ولايت بلخ ولسوالۍ په علم خیلو کلي کې جوړه شوې؛ د دیني زدکړو ۳۰۰ زدکوونکي په کې پر زدکړو بوخت دي چې ددغه سيمو اوسېدونکو په شخصي لګښت په اساسي بڼه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د یادې مدرسې د پرانیستلو پرمهال د بلخ ولايت پوهنې رئیس مولوي عبدالجلیل شهیدخیل د یادې سیمې خلکو څخه مننه وکړه اوله ټولو ملي سوداګرو څخه یې وغوښتل چې د داسې دیني مدرسو په جوړولو کې مرستې وکړې او د دغه ولایت د پوهنې ریاست سره پوره همکاري وکړئ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته