کابل باختر د وري اتلسمه :
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په باکو کې د اکوادور جمهوريت د بهرنيو چارو او مهاجرت له وزير ميرمن ماريا فرناندا سپينوز اګارسس سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په بېلابېلو سياسي اقتصادي او فرهنګي برخو کې د افغانستان او اکوادور ترمنځ د اړيکو د پراختيا په نسبت علاقمندي څرګنده کړه .
د اکوادور د بهرنيو چارو وزيرې دملګروملتو دسازمان دعمومي ټولنې د درې اويايمې غونډې درياست څوګۍ ته د اکوادور نوماندۍ ته په اشارې سره په دې برخه کې د افغانستان د ملاتړ غوښتنه وکړه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ