نړۍ

دوه ويشت تنه زيارت کوونکي د پاکستان د بلوچستان په ايالت کې ووژل شول

کويته  باختر دسلواغي دويمه :
د پاکستان د بلوچستان په ايالت کې تېره شپه د يو ځانمرګي بريد له امله څه ناڅه دوه ويشت تنه ووژل شول او په لسګونو تنه نور ټپيان شول.
باخترآژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ: دغه چاودنه د بلوچستان ايالت په مستونګ ناحيه کې وشوه او په هغې کې د زيارت کوونکو دسپرلۍ يوبس موټرهدف ګرځيدلى دى .
دغه موټر د ايران او پاکستان ترمنځ پوله کې د تفتان له سرحدي ناحيې څخه روان شوى و .
په دې چاودنه کې يوبل بس موټر په قسمي ډول ويجاړ شوى دى .
په دې چاودنه کې په وژل شويوکسانو سربيره د اتو ښځو په ګډون دوه ديرش تنه ټپيان شوي او د مستونګ ښار په هاس روغتون کې  فوق العاده حالت اعلام شوى دى.
د لښکر جنګهوي ممنوعه ډلې ددغې پيښې مسووليت په غاړه اخستى دى.
دغه پيښه په دغې سيمه کې له هغې ورته چاودنې څخه شل ورځې وروسته کيږي چې په هغې کې د شيعه زيارت کوونکو د سپرلۍ په يوبس موټر بريد وشو چې له امله يې يوتن ووژل شو او څلور ديرش تنه نور ټپيان شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته