-کابل باختر د مرغومي نهمه :
دکابل ټايمز ورځپانې دنوښتګر او هڅاند فوتوژورنالست ارواښاد محمديوسف دفاتحې مراسم نن دکابل شښر دهراتيانو په جومات کې پرځاى شول .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په دغومراسمو کې چې داطلاعاتو او
فر هنګ وزارت دمشرتابه هئيت او دارواښاد دکورنيو له خوا پرځاى شول داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمشرتابه هئيت ، فرهنګيانو ، ورځپاڼه ليکوونکو او دارواښاد محمد يوسف خپلوانو دوستانو او مينه والو ګډون کړى و .
ارواښاد محمد يوسف شپږ پنځوس کلن و ، او دخپل ژوندانه زيات وخت يې په دولتي رسنيو کې دفوتو ژورنالست دمسلک له لارې خدمت وکړ .
اروښاد دهغې ناروغۍ له امله چې څو کلونو راپديخوا ورته پيښه شوې وه ، دروان کال دمرغومي دمياشتې په اوومه شپه وفات شو .
0 1 دقیقه لوستل