ټولنه

دفساد په له منځه وړلوکې د خلکو همکاري مهمه ده

کابلباختر داسد٩
له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې نن  له اداري فساد سره په هميشني مبارزه کې د خلکو دپو هاوي په لاره کې د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه تفاهم ليکونه له اداري فساد سره دمبارزې د عالي ادارې مالي او اداري مرستيال عبدالرزاق زلالي په داسې حال کې چې ددغې ادارې رئيس ډاکترعزيزالله لودين حاضرو؛دودان کور، مجاح ساحل اودافغانستان د عدالت غوښتوونکي ايتلاف دټولنيزو موسسو له مسوولينو سره لاسليک کړ.
له اداري فساد سره دمبارزې د عالي ادارې رئيس ډاکترعزيز الله لودين ددغو تفاهم ليکونو دلاسليک مخکې دخبرو په ترڅ کې وويل چې له اداري فساد سره دمبارزې عالي اداره تل هلې ځلې کوي چې د اداري فساد مخه ونيسي او دا کاردافغانستان د مدني ټولنې د اړوندو مرکزونو د هراړخيزو همکاريو او د افغانستان د ټولو خلکو دهميشني همکاري غوښتنه کوي.
ډاکترلودين زياته کړه چې مدني ټولنه اوغير دولتي مرکزونه له اداري فساد سره د مبارزې، په دې برخه کې دظرفيت د لوړولو اوپوهاوي په کارکې د اداري فساد پرخلاف دمبارزې له عالي اداري سره په همغږۍ کې ستر رول لو بولى شي.
دغه رازدمدني ټولنې د مرکزونو څو تنو مسوولينو دموضوع په باب خبرې وکړې اودعامه پوهاوي په کارکې له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې يې د خپلې زياتې همکاري ډاډ ورکړ.
دچارواکو دڅرګندونو له مخې: په وروستيو دووکلونوکې په افغانستان کې فساد په سلوکې نهه کم شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته