ټولنه

په فارياب روغتون کې د پايوازانو انتظارخونه جوړه شوه

کابل /دتلې ٣مه /باختر:
د فارياب د ٣٠٠ بستريز روغتون انتظارخونه پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د فارياب د عامې روغتيا رياست باختر آژانس ته وويل چې دغه انتظارخونه د ارګ عملياتي ادارې د ١٨٠٠مربع متره ځمکې په ساحه کې د څه دپاسه څلور ميليونو افغانيو په لګښت جوړه کړې ده.
خبرځاى زياته کړه چې دغه انتظارخونه نارينه او ښځو ته د دوو جلاجلا ځايونو په لرلو سره، د ٣٠٠ تنو ظرفيت لري.
د فارياب والي ډاکترنقيب الله فايق وويل چې دا له شپږو پروژو څخه يوه پروژه وه چې جمهوررييس دغه ولايت ته يې په خپل سفرکې ژمنه کړې وه او د نورو پروژو کار هم روان دى.
ختم_شکريه_اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته