نړۍ

د مبارکى پيغام

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٨
د لبنان د پخوانى صدراعظم سعد رفيق الحريري له خوا د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي په نامه د مبارکى پيغام را رسيدلى دى.
د بهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په پيغام کې ويل شوي دي:
په ډير خوشحالۍ سره د افغانستان د جمهور رييس په توګه ستاسو د انتخاب له امله مبارکي وايم او هيله لرم چې د الله (ج) به توفيق او مرسته د افغانستان ملت د لازياتې سوکالۍ او پرمختګ په لور رهبري کړئ.
دغه راز د ډيرې خوشحالۍ ځاى دى چې د نيکمرغه لوى اختر د را رسيد په مناسبت د خپلو صميمانه مبارکيو مراتب تاسوته وړاندې کوم او د الله (ج) له دربار څخه هيله کوم چې دغه ښه مناسبت تاسو ته د سلامتيا او د نيکمرغۍ پيغام راوړونکى وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته