فرهنګ

دعينکودمسو کان دلرغوني ساحې دهمغږۍ غونډه جوړه شوه

کابل  باختردتلې دمياشتې٢نيټه : 
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنرمعين پوهاند محمدرسول باوري  په مشرۍ د عينکو د مسوکان د لرغونې ساحې په  اړوند دهمغږۍ غونډه  په  کابل کې  دنړيوال بانک په دفتر کې جوړه شوه .  
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ په دې غونډه کې چې دکانونو اوپتروليم وزارت ، دلرغونپوهنې درياست ، يونسکو ، دچارو د ادارې  او دنړيوال بانک داستازوپه ګډون    جوړه شوه پوهاند باوري خبري وکړې او ويې ويل ؛  دغه غونډه  ټولو  اړوندو ادارو  ته يو مهم فرصت دى  چې يوځاى  دعينکودمسو ان دلرغوني ساحې دپروګرامونو او عملياتي پلانونو اودهغه په وړاندې پرتو چلنجونو په اړوند خپلې نظريې اوپيشنهادونه شريک کړي .
په دې  غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د لرغونپوهنې رئيس نوراغا  نوري  دعينکو دمسوکان دلرغوني ساحې  دکيندنو، راتلوونکو پروګرامونو، برياليتوبونو او فعاليتونوپه باب هراړخيزمعلومات وړاندې کړل.
دغه راز ديونسکو استازي  دعينکو دمسو کان په ساحه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دلرغونپوهنې له رياست سره ددغې ادارې دتخنيکي همکاريو په باب چې        په وروستيو څوکلونو کې يې کړي دي  معلومات وړاندې کړل.
وروسته دکانونواوپتروليم د وزارت استازي دعينکو د مسوکان د قرارداد په اړوند
چې  له چينايي کمپينۍ سره لاسليک شوىدى  ددغه وزارت دپروګرامونو په باب څرګندونې وکړې.
ده زياته کړه  چې له چينايي کمپنۍ سره ددغه قرارداد دبيا کتنې په خاطر خبرې پيل شوي دي   او مهمه ده چې دلرغونو اثارو په باب لازم تصميم ونيول شي.
دغونډې په پاى کې  پريکړه وشوه ، چې ټولې اړوندې ادارې دې له يوبل سره په همغږۍ  کار وکړي چې دنظر وړ هدفونو ته ورسيږي.                                      پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته