امنیت

په ننگرهارولايت کی د بی اسنادو موټرو د گرخیدو بندیز ولگول شو

جلال آباد ښار د وری دمیاشتی لسمه باختر
په جلال اباد ښار کې د غيرې مسوولو وسله والو او بې اسنادو موټرو د ګرځېدو مخنيوى او تورو ښيښو د سپينولو په موخه ګډ کمپاين پيل شو.
امنيتي مسوولين وايي.دغه کمپاين د ولسمشر د حکم اود ننګرهار نظامي شورا له پرېکړې وروسته پيل شو.
په ننګرهارکې په ځانګړي ډول د جلال اباد ښار کې له غيرو مسوولو وسله والو څخه د وسلو ټولولو او بې اسنادو موټرو د مخنيوي په موخه د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري کمپاين پيل شو.
امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شيرزاد وايي، له دغه کمپاين سره به ددې ولايت په امنيتي وضعيت کې ښه والی راشي او دغه راز به د ترهګريزو او تخريبي اعمالو مخه ونيول شي.
شيرزاد وايي،د کمپاين په لړ کې شل هغه موټر چې قانوني اسناد يې نه لرل نيول شوي ، د څلوېښت موټرو تورې ښيښې يې سپينې کړي،يو شمېر وسلې یې ترلاسه کړي او د شک لاندې د دوو ښځو په ګډون څلور تنه بهرني وګړي نيول شوي.
امنيې قوماندان يو ځل بيا ددې ولايت له خلکوڅخه وغوښتل ،چې د امنيت په ټينګښت کې امنيتي ځواکونو سره همکاري زياته کړي.
د جلا ل اباد ښاريانو او موټر چلوونکو د دغه کمپاين پر پيل کېدو خوښي ښکاره کړه او پر دوام يې ټينګار وکړ.
د امنيتي مسوولينو په وينا کمپاین به تر هغه وخته دوام وکړي ،چې په ښار کې د ټولو غيرې مسوولو وسله والو او بې اسنادو موټرو مخه نه وي نيولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته