اقتصاد

د سوداګرۍ وزير سرپل ته سفروکړ

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٧ :
د سرپل ولايت ته د سوداګرۍ د وزير له سفرسره جوخت، سيمه ييزو مقاماتو له  حکومت څخه وغوښتل چې د بيا رغاونې په لاره کې او خلکو ته د عمومي خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې خپلې هلې ځلې زياتې کړي .
  ددغومقاماتو دڅرگندونوله مخې: د تيرو يوولسوکلونوپه بهيرکې په سرپل کې  د يوې ولسوالۍ د بيارغاونې په اندازه  هم هلې ځلې نه دي شوي.
د باختراژانس د خبرله مخې: د سرپل والي عبدالجبار حقبين د سوداګرۍ له وزيرسره په کتنه کې وويل چې د سړکونو، روغتيايي او روزنيزو مرکزونو د جوړولو په ګډون، ددغه ولايت په بنسټيزو برخو کې کارنه دى شوى .
د سرپل والي په دې باندې په ټينګار سره چې د طالبانو له رژيم څخه وروسته دکلونو په بهيرکې په سرپل کې د يوې ولسوالۍ د بيارغاونې په اندازه کار نه دى شوى. له  حکومت څخه يې وغوښتل چې د بيارغاونې د بهير په ګړندي کولو سره  ددغه ولايت د سمسورتيا، اقتصادي ودې او ښې حکومتوالۍ په برخوکې زياته ونډه واخلي .
دغه  راز د ولايتي شورا رييس اسدالله  خرم اوپه پارلمان کې دسرپل استازې عزيزې  جليس وويل چې په دغه ولايت کې د عمومي بنسټونو  له دې جملې څخه د ښوونځيو ، روغتيايي مرکزونو اوسړکونو د جوړولو په برخو کې دپاملرنې وړ کار نه دى شوى.
د دوى دڅرگندونوله مخې: د سرپل د ولسواليو په ګډون،دمواصلاتي لارو خرابوالې ددې سبب شوي دي چې دخلکو کرنيز محصولات بازارونو ته ونه رسيږي .
دغه راز دغو استازو له دولت څخه وغوښتل چې ددغه ولايت دنفتي منابعو چاڼځاى په دغه ولايت کې  جوړ کړى چې د سرپل ځوانان  دکارخاوندان شي.
دولت په سرپل کې د نفتو ايستل  پيل کړى دى او ويل کيږي چې له دغو زيرمو څخه دګټې اخيستنې لپاره چاڼځاى به د سرپل  په ګاونډيو ولايتونو کې جوړشي .
په همدې حال کې د سوداګرۍ وزير ډاکتر انوارالحق احدي دسرپل له والي  او نورو سيمه ييزو مقاماتو سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې دولت به  ډېر ژر په دغه ولايت کې د بيا رغاونې بهير ګړندي کړي .
احدي وويل چې دولت مکلف دى چې د اساسي بنسټونو په جوړولو سره،  د اقتصادي ودې او د خلکو د سوکالۍ زمينه برابره کړي .
د سوداګرۍ وزير سرپل ته دخپل سفر هدف، د جمهور رييس د وروستي لارښوونې تطبيق او په دغه ولايت کې د اقتصادي او د بيارغاونې د پروژو د حالت څيړنه وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته