ټولنه

دبګرام په هوايي ډګر توغندى ولګيد .

کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
دپروان ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې ددغه ولايت دبګرام  په هوايي ډګر  پرون يو توغندى ولګيد . 
دبګرام ولسوال عبدالشکور  قدوسي ددغه خبر په تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل دغه توغندى دقره باغ ولسوالۍ دقلعه موسي له کلي څخه دبګرام په هوايي ډګر توغول شوى دى.
قدوسي زياته کړه ددغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى  او تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى .
بګرام دپروان ولايت يوه ولسوالۍ ده او امريکايي ځواکونه پوځي اډه  پکې لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته