اقتصاد

په پکتیا کې له لسګونو مالدارو ښځو سره مالي مرسته وشوه

کابل / د غبرګولي ۲۷ / باختر
په پکتیا کې له لسګونو مالدارو ښځوسره مالي مرسته وشوه.
د کرنې ،اوبو لګولواومالدارۍ وزارت د مرستندویوبنسټونوپه همکارۍ له دغو ښځوسره نغدي مرسته وکړه چې په دغې مرستې سره د دوی تولیدات سمون ومومي.
د کرنې ، اوبو لګولو او مالداريۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې په دې پړاو کې ۷۴ مالدارې ښخې هریوه څه نا څه ۱۵۰۰۰ نغدې پېسې ترلاسه کړې.
مالدارو ښځو د کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ وزارت له دغه مرستې څخه خوښې دي او وايي چې له دغو مرستوڅخه په استفادې سره د کار وسایل پېري او د دوی مالداری صنعت سمون مومي.
همدا اوس په پکتیا کې څه د پاسه زرښځې په مالدارۍ او د لبنې توکو په تولید بوختې دي او له دې لارې څخه خپلوکورنیوته ډوډۍ برابروي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته