سیاست

د پاکستان نوي سفير زاهد نصرالله خان د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجنیر محمد خان سره وکتل

کابل باختر د چنګاښ د مياشتې  ٢٥:
د پاکستان نوي سفير زاهد نصرالله خان د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجنیر محمد خان سره په مرمریڼه ماڼۍ کې وکتل.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د پاکستان نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه او  کاري سوابقو او تجربو ته په کتو سره يې هيله يې څرګنده کړه چې نوې دنده به يې د پاکستان او افغانستان په سیاسي او اقتصادي وضعیت مثبت اغېز ولري.
لومړي مرستيال وویل: د افغانستان او پاکستان ولسونه له پیړیو راهیسې نیکې او دوستانه اړیکي لري؛ او حکومتونو ته هم ښايي چې د ولسونو په خوښه او غوښتنو سره سم خپلې اړیکې تنظیم کړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال پاکستان دوست او ورور هېواد وباله او څرګنده يې کړه چې په وروستیو کې د دواړو ورونو هېوادونو اړیکې خرابې شوې چې د ښه کیدو لپاره یې باید پاکستان په خپله خاوره کې اړین ګامونه پورته کړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال زیاته کړه چې افغان حکومت تل له پاکستان سره د اسلامي ورورولۍ او اخوت په نظر کې نیولو سره د ښو اړیکو غوښتوونکی دی.
د لومړي مرستیال په وینا: د یو هېواد دوستي باید له بل سره د دښمنۍ په مانا نه وي او دواړه حکومتونه باید دا اطمينان ولري چې خاوره یې د بل هیواد په خلاف نه کارول کېږي.
نوموړي زیاته کړه: دافغانستان مشرتابه د اوسني حالت دوام نه غواړي او دواړه هېوادونه خورا زیات مشترک سوداګریز فرصتونه لري چې باید په ګډه ورڅخه ګټه واخیستل شي. 
د پاکستان نوي سفير زاهد نصر الله خان د پاکستان او افغانستان په اړیکو خبرې وکړې، نوموړي افغانستان او پاکستان دوه دوست او ملګري هېوادونه وبلل او په دوستانه او نیکو اړیکو يې ټینګار وکړ.
د پاکستان سفیر و ویل چې دغو ستونزو د حل په موخه دوامداره ډیالوګ ته اړتیا ده ترڅو وکولی شو په تدریجې توګه موجوده ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا کړو.
د پاکستان سفير وویل: کوښښ به وکړو چې افغان مهاجرین په خپله خوښه هغه وخت هېواد ته راستانه کړل شي چې افغان حکومت ورته پوره چمتو والی ولري.
ښاغلي زاهد نصر الله خان وویل: هڅه به یې دا وي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو لړۍ ختمه کړي او په ګډه سره به په دوستانه فضا کې د سیمې پر امنیتي او اقتصادي لومړیتوبونو کار وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته