سیاست

دسترې محکمې عالي شورا غونډه وکړه

کابل باخترلړم دمياشتې ٢ نيټه  :
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې دسترې محکمې درئيس  قانونپوه سيديوسف حليم په مشرۍ غونډه وکړه اوپه  اجندا کې يې نيول شوې  موضوعګانې يې وڅيړلې .
دسترې محکمې دخپرونو رياست  باخترآژانس ته خبر ورکړ.
عالي شورا لومړى په هېواد کې وروستۍ ځانمرګي او چاوديدونکې پيښې  چې   زموږ ديوزيات شمير  بيګناه هېوادوالو دشهادت  او ټپي کيدو سبب شوې  او    زيات مالي تاوانونه يې واړول ،  په کلکه وغندلې  اودلوى  خداى (ج)   له دربار څخه يې شهيدانو ته دفردوس جنت ، ټپيانو ته دبيا روغتيا او دشهيدانو کورنيو
اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله وکړه.
شورا وروسته په قضايي پريکړو کې  دحکم دسببونو  يادونه  دقاضيانو قانوني مکلفيتونه وبلل   او دجزائي اجرااتو دقانون د (٢٣٩) مادې  له  حکم سره سم  ټينګار وشو  چې دپريکړې په متن کې  دحکم  دسببونو يادونه  حتمي ده  او  هغه  حکم  چې  دالزام پربنسټ  صادريږي   بايد دپيښې  په  يادونه کې دهغې دڅرنګوالي  او دقانوني  نص  په بيانولو سره دمجازاتو مستوجب شامل وي.
وروسته  دعالي شورا دپخواني تصويب له مخې  دبدخشان ولايت  دبهارک ولسوالۍ دابتدائيه محکمې دوه تنه قاضيان  په قضايي اجرااتو کې  ددوى دسر غړونو په دليل  چې دقانوني پروسيجرونو پرخلاف ترسره شوي و، غونډې ته  حاضر اودهغوى د توضيحاتو له اوريدو وروسته  دقضايي سرغړونو دڅيړنې دڅرنګوالي له مقررې سره سم  هغوى ته  لازمې تاديبي جزاګانې تجويزې شوې.
وروسته  دځينو رسيدلو استهداګانو په باب غور وشو  ، ديو ترکه خط پربنسټ  ديوې قبالې داجرا کولو دڅرنګوالي په باب چې په بله قضايي حوزه کې برابره شوې ده ،. دغزني ولايت داستيناف محکمې درياست  داستهدايې په وړاندې لارښوونه وشوه چې محکمه دې په دې برخه کې  دوثيقو دليکنې دتعليماتنامې  دنهمې  مادې دحکم  او دمدني محاکماتو داصولو دقانون  د ( ٢٩٨) مادې  دتعديل له مخې اجراات وکړي   او دنظر وړ وثيقې دسموالي  او يا نه سموالي موضوع   او دهغې  دحکم والي مدار  دواکمنې محکمې  دصلاحيتونوله  جملې
څخه ده .
دغه راز  دشرعي تضمين خط له مخې   دليږدونکو وسايطو تر تضمين لاندې نيولو په باب دفراه ولايت  داستيناف محکمې درياست  داستهدايې په اړوند، لارښوونه وشوه  څرنګه چې  ليږدونکي وسايط  دمنقولو مالونو  له جملې څخه بلل کيږي په دې برخه کې په بانکي معاملو کې دمنقولو مالونو درهن قانون  پوره صراحت لري  ، مستهدي مرجع   کولاى شي له هغه سره سم  قانوني او لازم اجراات وکړي.
په همدې ترتيب  دنظامي منسوبينو له خوا دملکي اشخاصو اوافرادو دوهلو او ډبولو  دعملونو  دترسره کولو په برخه کې چې ددندې دترسره کولو په وخت کې   اويا  دهغې داجرا کولو له امله  اويا  له وظيفوي صلاحيت څخه  دناوړې استفادې زيږنده وې  ، څرګنده شوه   چې په دې برخه کې دې  د١٣٩٥ کال   دکب په مياشت کې دمحکمو درئيسانو  دعالي سيمينار له لارښوونې سره سم ، لازم قانوني اجراات وشي .
دغه راز ددولت دملکيتونو  داستردادي قراردادونو په باب چې دعدليې وزارت  ددولت دقضاياو  دادارې له خوا صادريږي، دسمنګانو ولايت  داستيناف محکمې درياست داستهدايې په باب څرګنده شوه چې  په دې برخه کې اجراات  ددولت دقضاياو په قانون کې صراحت لري ، اړونده مرجع دې  له هغه سره سم
خپل اجراات عيار کړي.
دغه راز  دمدني بيا کتنې دپنځو غوښتنليکونو دڅيړنې په ترڅ کې ، دوه  غوښتنليکونه چې يو يې ددولت دقضاياو په لوى رياست پورې اړوند و، دمدني  محاکماتو داصولو دقانون په  (٤٨٢)  ماده کې  له اټکل شويو شرايطو سره دطرحه شويو غوښتنليکونو دسمون په پام کې نيولو سره  دتائيد وړ وګرځيدل او دصادرو شويو پريکړو په لغوه کولو تصميم ونيول شو.
سربيره پردې  په مدني او جزايي قضيو کې دمحکمې دبدلون  داوولسو غوښتنليکونو څيړنه هم  داجندا يوه برخه وه  چې دهر يو په باب  لازم تصميمونه ونيول شول.
ديوبل  خبرله مخې ؛  دسترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم نن له غرمې وروسته  په کابل کې دامريکا دسفارت له قضايي اتشه سره وکتل .
په دې کتنه کې لومړى   قضايي اتشه   چې نوى په دې  دندې ګومارل شوى دى ،  دقضايه قوې په ګډون   له عدلي بنسټونوسره دسفارت دقانون دواکمنۍ دبرخې   داړيکو دټينګښت په باب  خبرې وکړې او  ژمنه يې وکړه  چې دظرفيت دلوړولو دپروګرامونو په تنظيم    او  دښه  همغږي کوونکي په توګه له اداري فساد سره مبارزه کې  دنورو مادي او تخنيکي مرستو او همکاريو په ترسره کولو کې به
عمل وکړي.
وروسته  دسترې محکمې رئيس  دسترې محکمې دعمل دپروګرام دشاخصونو په باب خبرې کړې او له ادارې فساد سره په مبارزه کې يې دسترې محکمې دژمنې يادونه وکړه او زياته يې کړه چې دغه مبارزه  په قضايه قوه کې   دقضايي څارنې د ادارې له خوا  اوپه عمومي ډول  له اداري فسادسره دمبارزې دابتدائيه او استيناف محکمو او  داداري فساد ددرندو جرمونو دڅيړنې دعدلي اوقضايي مرکز دابتدائيه او استيناف محکمو له  خوا   پرمخ بيول کيږي  چې دغه محکمې  دنافذو قوانينو دحکمونو او دعادلانه محاکماتو داصولو په رعايتولو سره مهمې لاسته راوړنې لري.
دسترې محکمې رئيس دغه  راز داداري فساد له ملي اونړيوالو  اړخونو سره اړيکې ونيولې اوپه دې برخه کې همغږي يې مهمه وبلله  او هيله يې څرګنده کړه  چې دعدلي اوقضايي بنسټونو اودنړيوالې ټولنې  په ګډو هڅوسره  له دغې  پديدې سره په مبارزه کې ښيې نتيجې ترلاسه کړي.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته