سیاستTOP

د جمهوررییس لومړی مرستیال: د دې وخت رارسېدلى دى چې د افغانستان دولت د هېواد او خلکو د دفاع او ساتنې بشپړ مسووليت په غاړه واخلي

کابل / د غبرګولي١۲مه / باختر
د جمهوري رياست لومړي مرستيال د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي له مرستيال سره په کتنه کې وويل چې د دې وخت رارسېدلى دى چې د افغانستان دولت د هېواد او خلکو د دفاع او ساتنې بشپړ مسووليت په غاړه واخلي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د جمهوري رياست لومړي مرستيال امرالله صالح نن د مصؤنيت او امنيت په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي له مرستيال ژيليس ميچاو سره د عظمی صدارت په ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال د سياسي او امنيتي حالت په اړوند خبرو ترڅنګ، د ملګرو ملتوسازمان د همکاريو د دوام په خاطر مننه وکړه او ويې ويل: له هېواد څخه د نړيوالو ځواکونو وتلو ته په پاملرنې سره، د دې وخت رارسېدلى دى چې د افغانستان دولت د افغانستان د حريم او خلکو د دفاع او ساتنې بشپړ مسووليت په غاړه واخلي او په دې لاره کې به له هېڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي مرستيال په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د دفترونو د اغېزمن شتون ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د دغه سازمان فعاليتونه او پروګرامونه به د افغاسنتان لپاره له کوم بدلون او نيمګړتيا پرته دوام وکړي.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته