مهترلام باختر د مرغومې ۱۷ مه
په لغمان کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په هلو ځلو او د (WFP) ادارې له لوري د درې میلیونو افغانیو په لګښت شپږ کیلو متره سرک رغول کېږي.
ځايي چارواکي وايي چې په دغه سرک باندې جغل اچول کېږي چې چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د لغمان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس امان الله میاخېل د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغه سرک د الیشنګ ولسوالۍ د ګونه پال سیمه کې رغول کېږي چې په کې به ۱۵۰ تنو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.
پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ