اقتصاد

د بريـښنا د صرفيې د پيسو نه تحويلول د ستونزو د پيدا کيدو سبب شوي دي

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٦ :
د کندز بريښنا رياست په دغه ولايت کې د بريښنا د صرفيې د پيسو دڅه دپاسه سلو مليونو افغانيو د نه تحويلولو خبر ورکړ.
د دغه رياست مسوولين وايي: که څه هم د تاجکستان وارداتي بريښنا په منظم ډول دوام لري او له کوم ځنډ او خنډ پرته د کندز د زياترو سيمو اوسيدونکو  ورڅخه ګټه اخيستې ده؛ خو د يوشمېر زبر ځواکونو له خوا د بريښنا د صرفيې د پيسو نه تحويلول ښايي د بريښنا عادي بهير له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي.
د کندز بريښنا رئيس انجنير حميدالله د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د بريښنا د صرفيې هغه ټولې پيسې چې تر اوسه پورې نه دي تحويلې شوې له سلو مليونو افغانيو څخه اوړي .
ده زياته کړه چې پوروړي زياتره زبرځواک کسان او ځيني دولتي ادارې دي چې نه يوازې د بريښنا د صرفيې پيسې نه تحويلوي؛ بلکې په ځينو مواردوکې دبريښنا رسولو  پرسونل ګواښي او سپکاوى يې کوي.
انجنير حميدالله خبر دارى ورکړ: که چېرې دغه پوروړي د بريښنا د صرفيې پيسې تحويلې نه کړي؛ ډير ژر به  نومونه يې د رسنيو په  وړاندې په  ډاګه شي او د امنيتي مراجعو په  همکارۍ به تر پوښتنې لاندې ونيول شي.
د تاجکستان وارداتي بريښنا چې له څوکلونو را په دې خوا د کنـدز ولايت اوسيدونکي ورڅخه ګټه اخلي، خدمتونو يې تېرکال د تخار ولايت ته پراختيا وموندله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته