امنیت

يوه سړي په بې رحمۍ سره د خپلې ميرمنې سر عوڅ کړ

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٤
په بغلان ولايت کې د يوې ځوانې ميرمنې سر د ميړه له خوا يې غوڅ کړى شو.
د بغلان ولايت د ښځو د چارو رياست د حقوقو مديرې اورانوس عاطفي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغې ميرمنې چې ١٧ کلنه وه؛ د کورني تاوتريخوالي له امله د طلاق غوښتنه کړې وه او له يوې مياشتې راپه دې خوا په امن کورکې شپې سبا کولې.
مقتوله چې يو کال مخکې يې واده کړې وه؛ درې ورځې مخکې د ګذر د وکيل په ضمانت په يوه قومي جرګه کې د ورور له خوا يې ميړه ته سپارل شوې وه.
عاطفي زياته کړه: له ضمانت سره سره د خپل ميړه کورته د ستنيدو په لومړۍ شپه په بې رحمې سره سر يې غوڅ کړى شو.
د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابرى وايي: د دغې پيښې اصلي علت جبري واده دى .
ويل کيږي قاتل تښتيدلى؛ خو هغه کسان چې دغه ميرمن يې په ضمانت سره کورته بيولې وه؛ د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته