امنیت

په کندزکې اته کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٤
دکندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې اته کلي د طالبانو له شتون څخه پاک او ١٠ تنه طالبان ووژل شول او ٩ تنه نوريې ټپيان شول.
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: دامنيتي ځواکونو په هغو عملياتو چې پرون سهار د امام صاحب ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې پيل شول؛ د الف بردي،ايخمچال، کول ارباب ، قيوم، کول ارباب خيلو، مولوي نقيب ، زردک کوتل، قرغان تيپې او د ملنګانو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول سيد سرور حسيني وايي: په دغو عملياتوکې ١٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شوي، ٩ تنه نوريې ټپيان شوي او څلور تنه طالبان نيول شوي دي.
حسيني زياته کړه: له دوه سراچه موټرو څخه چې سپين بيرغونه پرې لګول شوي و؛ ډول ډول مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته