ټولنه

تبصره :

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٧
حامدکرزي په هيواد کې دښځو پرخلاف له تاوتريخوالۍ ډکو پيښو دزياتوالۍ له پلوه انديښنه څرګنده کړه او له ټولو ملي بنسټونو او وګړنيو قشرونو څخه يې غوښتي دي  چې له دغې کرغيړنې  پديدې سره  چې  له انساني قاموس او له افغاني فرهنګ سره په ضديت کې ده ،  ودريږي .
دباختر آژانس مبصر ليکي  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي خپله  وروستۍ راډيويي وينا دښځو پرخلاف له تاوتريخوالي ډکو پيښو  زياتوالي ته اختصاص کړې ده  او ددغه شان پيښو دزياتوالي له امله چې د ټولنيز ژوندانه او دکورنى بنسټ له منځه وړي  ، انديښنه څرګنده کړې  ده .
جمهور رييس ټيک په داسې وخت کې په هيواد کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دزياتوالي خبرې کوي چې په وروستيو ورځو او مياشتو کې موږ د يو شمير ښځو پر وړاندې دناوړو او له انساني قاموس څخه لرې  پيښو شاهدان  يو.
په هرات کې ديوې ميرمنې دشونډو او پزې غوڅول ،  په جوزجان کې  داته کلنې نجلۍ پلورنه ، په فارياب ولايت کې ديوې يونيم کلنې نجلۍ وژنه ، په بادغيس کې په تبر سره د يوې ځوانې ميرمنې  وژل  بيا هم دهمدغه ولايت په آب کمري کې ديوې بلى ميرمنې وژل ، په چريي ټوپک سره په يوې ميرمنې ډزې  چې د دې  د دايمي  معلوليت سبب شوى  ، د پلخمري ښارته څيرمه په يوې نجلۍ او ځوان هلک  ډزې ، دهلمند ولايت په لښکرګاه ښارکې ديوې نجلۍ  او ديوه ځوان هلک  وژل کيدل او په پاى کې په پايتخت کې د يوې ځوانې نجلۍ او ديوه هلک د مړو ترلاسه کيدل  په هيواد کې دښځو او نجونو پرخلاف د وحشت او تاوتريخوالي دزياتوالي بيلګې دي چې کيداى شي  دافغاني ټولنې دانديښنې سببونه  برابر کړي .
هغه څه چې په هيواد کې ديو شمير ښځو په وړاندې رامنځته شول او دڅو کورنيو
دژوندانه پيوندونه  يې ګډوډ کړل او د څو کورنيو تود مرکز يې دړې وړې کړ هغه
موارد دي  چې له انساني قاموس ، زموږ دخلکو له ديني ارزښتنو او باورونو او
په پاى کې دافغاني ټولنې له فرهنګ او معنوياتو سره سمون نه لري .
خو په هر ترتيب يوه  ډيره سخته ستونزه  دا  ده چې افغاني ټولنه ځوروي او که چيرې دغه موضوع  ونه خيړل شي  دغه موضوع په نور دردونه او کړاونه هم  په خلکو وتپي  او ديوې هويت ضد پديدې په توګه به زموږ هويت او فرهنګ دبشري ټولنې ترمنځ تر پوښتنې لاندې ونيسي.
حامد کرزي په خپلې  وروستۍ وينا کې وويل ،  د داسلام دمقدس دين لوړ ارزښتونه او زموږ دهيواد اصيل دودونه ښځې او په ټولنه کې دهغې مقام ته خاص ارزښت ورکوي  او درناوي يې کوي خوبيا هم زموږ په هيواد کې دښحو پرخلاف تاوتريخوالى  ديوې ټولنيزې ستونزې په توګه زموږ دټولو دانديښنې سبب دې  اوله منځه وړل يې زموږ د ډله ييزې پاملرنې غوښتنه کوي .
حامد کرزي  په هيواد کې دښځو پرخلاف زړه بوږنونکې پيښې داسلام دمبين دين دلارښوونو او زموږ دټولنې دفرهنګي ارزښتونو پرخلاف عمل وباله او ټينګار يې وکړ چې ټول ملي بنسټونه دبشر دحقوقو دساتنې سازمانونه ، دمدني ټولنې فعالين او دټولنې ټول قشرونه دې له کړاو او مصيبت څخه دښځو دخلاصون لپاره اغيزمن او عملي پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي .
په دې ترتيب دهيواد جمهور رييس دښځو پرخلاف تاوتريخوالي يوه ستره ټولنيزه ستونزه بللې  ده او په دې باور دى چې له منځه وړل  يې دټولو مرکزونو قشرونو او ديښو  وجدانونو هماهنګ کار  او ملي درايت ته اړتيا لري . نو لازمو ده چې د دين يو عالم له منبر څخه زموږ  دخلکو په روان باندې ديوې اغيزمنې مرجع  په توګه کولاى  شي دښځو حقوق د اسلام دمبين دين او نبوي ارشاداتو له پلوه بيان کړي او خلک دښځو او نجونو په وړاندې په خپلو وجيبو او مکلفيتونو خبر کړي .
دمدرسې يو ښوونکى  کولاى شي دښځو ، نجونو او خو يندو په وړاندې دهيوادوالو ټولنيز مکلفيتونه بيان کړي  او ماشومان  او ځوانان ددغه محتاج قشر په حقه حقوقو خبر کړي يوه  رسنۍ کولاى شي دښځو حقوق په ټولنه کې  بيان کړي او نور کسان ددغو حقوقو رعايتولو ته وهڅوي  .
په همدې ترتيب عدلي او قضايي بنسټونه دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دعاملينو په وړاندې په جدي او غوڅ چلند او د دغه شان جنايکارانو دمحاکمې دبهير په ګړندي کولو سره دغه انګيزه  پياوړي کوي چې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي عاملين او نور جنايتکاران نشي کولاى له قانون څخه تيښته وکړي بلکې په هر حالت کې به دخپلو عملونو سزا  وويني .
دغه راز دبشر دحقوقو دفاع دبنسټونو ، دمدني ټولنې دفعاليتونو دريدل او په پاى کې ددغې افغان ضد او انساني ضد کرغيړنې پديدې په وړاندې د ټولنې دهر غړي دريدل او درايت کولاى شي دغه تاوتريخوالى  په هيواد کې کم کړي او په پاى کې يې له منځه يوسي.
خبره دا ده چې يوازې ديوه عملي چلند په غوره کولو او په  انسان ملي او انساني وجيبو په پوهيدو سره کولاى شو په هيواد کې دښځو پرخلاف تاوتريخوالى له منځه يوسو او دکورنۍ د ژوندانه مرکز  لاپسې تود کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته