کابل باختر دمرغومي ديارلسمه :
په بادغيس ولايت کې تېره شپه په پوځي عملياتو کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
په بادغيس ولايت کې يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات تېره شپه د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ د درويش محمدي په ساحه کې ترسره شول چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتوکې د دښمن يوه اندازه وسله او مهمات هم د امنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ