امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
ديارلس تنه وسله وال طالبان تيره شپه په ميدان وردګو ولايت دملي اردو دعملياتو په بهير کې ووژل شول .
دميدان وردګو دوالي ويندوى عطا الله خوږياڼۍ باختر آژانس ته وويل : 
دغه عمليات دميدان وردګو ولايت په  نرخ ، چک او جلريز ولسواليو کې ترسره شول چې له امله يې ديارلس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول .
ديوبل خبر له مخې :  يو ملکي وګړى  پرون په ميدان وردګو ولايت کې دناپيژندل شويو وسله والو افرادو  له خوا  ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته