امنیت

په نورستان کې د پنځو تنو پاکستاني طالبانو وژل کيدل

پارون  باختردليندۍ دمياشتې ١٢نيټه :
پنځه تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان نن سهار په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول  چې غوښتل يې د سرتيرو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړي.
د هېواد په ختيځ  کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې نښتې له امله پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: دغوطالبانو غوښتل په کامديش ولسوالۍ کې د سرتيرو د سپرلۍ په کاروان بريدو کړي.
ويل کيږي په دى نښته کې سرتيرو او د کليو اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبر له مخې:
په نورستان ولايت کې د طالبانو د ډلې د جنګي وسايلو دوه ډيپوګانې کشف شوې.
د را رسيدلو خبرونو له مخې، دغه زيرمې د وانت وايګل او کامديش په ولسواليوکې د طالبانو په پټنځيوکې ساتل کيدې.
سيمه ييز مسوولين وايي چې ډار اچوونکو له دغوجنګي وسايلو څخه په ډار اچوونکو فعاليتونوکې استفاده کوله.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته