ټولنه

د مبارکۍ پیغام

کابل باختر دغبرګولې د مياشتې ١٣ مه: د نېکمرغه کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت د افغانستان د عالمانو دسراسری شوری د مبارکۍ پیغام دافغانستان د عالمانو سراسری شوری د نیکمرغه کوچنې اختر د رارسیدو په مناسبت خپلې د زړه له کومي مبارکي د افغانستان جمهور رئیس، اجرائیه رئیس، ددولت د درې ګونو قواو مشرانو او غړو، د افغانستان مسلمان ملت او ټول اسلامي امت ته وړاندې کوي او الله تعالی ته دعا کوي، چې د مسلمانانو روژې، تراویح، ختمونه، صدقات او نور عبادات قبول کړي او زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د سولې، امن او ثبات په ټینګولو سره افغان مسلمان ملت ته خوښی ور په برخه کړي. شورا په ګران هیواد کې دجګړې په ښکېلو لورو غږ کوي چې دتیر کوچنې اختر په شان هم ددې کوچنې اختر په رارسیدو سره اوربند اعلام کړي. الله تعالی دې وکړي چې د دایمی سولې او ټيکاو په لور محکم ګامونه پورته کړي او ددې وران او ویجاړ هېواد او مسلمان او مظلوم ملت ستونزو ته د خبرواترو او تفاهم له لارې د پای ټکی کیښودل شي. شتمنو هېوادوالو ته پکار ده چې له مسکینانو، کونډو، یتیمانو او نورو مستحقینو سره مرسته وکړي تر څو هغوي هم د اختر په خوشحالیو کې له ځان سره شریک کړي. مسلمانان باید په دې بختورو ورځو کې خپل خفګانونه شاته وغورځوي او یو بل ته د ورورلۍ لاسونه ورکړي.پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته