روغتیا

کابل ښاريانو وينه ورکړه

ټول خلک بايد د کندز له خلکوسره مرسته وکړي

کابل / باختر د تلې  د مياشتې  ١٣  :
په کابل ښارکې مدني فعالانو وينه راټولوي چې دکندز د ناتار له ټپيانو سره مرسته وکړي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : 
مدني فعالانو د زرنګار او د نوي ښار په پارکونوکې د خيمو په درولو سره له خلکو څخه د وينې په اخيستلو او دکندز د ناتار ټپيانو ته د هغو د رسولو لپاره هلې ځلې کوي او د وينې د بانک د ډاکترانو په مرسته له هغو داوطلبانو څخه چې چمتو دي د کندز ټپيانو ته وينه ورکړي؛ وينه اخلي او د ساتنې لپاره يې د وينې بانک ته ليږدوي.
په زرنګار پارک کې د مدنې ټولنې يوه تن فعال صادق د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پروګرام داسې تنظيم شوى دى چې نن يوازې هغه ښاريان چې وينه ورکوي؛ منل کيږي او سر له سبا څخه دکندز دخلکو لپاره نغدي مرستې راټولوي.
ده له رسنيو څخه وغوښتل چې له کندزيانو سره د مرستې موضوع دې زيات انعکاس ورکړي او طرحه کړي چې په اوسنيو شرايطوکې آن يوه افغانۍ مرسته هم دکندز د خلکو په درد خوري. ځکه ويلي يې دي: ((له څاڅکو څاڅکو څخه سيند  جوړيږي .))
د ېواد پيژندل شوى ورزشکار نثاراحمد بهاوي چې وينه يې ورکړې وه؛ وويل: مرسته يو انساني کار دى؛ بايد ټول هغه کسان چې دمرستې وس لري؛ هغه ونه سپموي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته