کابل باخترد ليندۍ ۲۵مه
د فارياب ولايت پوليسو يو تن د دوو مېرمنو د وژنې په تور ونيوه .
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند کريم يورش باخترآژانس ته وويل چې دغه وسله وال سړى د وګړنيو پاڅون کوونکو په ځواکونوکې دنده ترسره کوله او پرون د ميمنې ښار په اتمه امنيتي حوزه کې په يو کور کې خپله مېرمن او د خپلې ښينې لور د کلاشينکوف په ډزو سره ووژلې.
يورش زياته کړه چې نيول شوی کس په لومړنيو تحقيقاتو کې ويلي دي چې دغه پېښه د وسلې د پاکولو په وخت کې په ناڅاپي ډول رامنځته شوې ده.
ختم_ ج _ اکرم