اقتصاد

دملي تدارکاتو کمیسیون د دوو میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډې چې تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه، د دوو میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل، چې یو قرارداد په کې رد او بل قراراداد د لا زیاتې ارزونې په موخه وګرځول شو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې، د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رئیس یما یاري د ملي تدارکاتو ادارې او د کورنیو چارو وزارت له درندو جرمونو سره د مبارزې ریاست تر منځ د تفاهم ليک د لاسلیک کولو په اړه راپور ورکړ. ددغه تفاهم ليک له مخې به دواړه ادارې په پروژو کې له اداري فساد سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې کار وکړي.
دملي تدارکاتو کمیسیون د بامیان- دوشي سړک د لومړۍ برخې وړاندیز شوی قرارداد چې ۲۳ کیلومتره اوږدوالی لري د قانوني معیارونو د نه بشپړولو له امله رد کړ او پرېکړه یې وکړه چې دغه پروژه دې بیا داوطلبۍ ته وړاندې شي. همدارنګه د ملي دفاع وزارت اړوند د نویو کمپیوټري تجهیزاتو د تدارک قرارداد د لا زیاتې ارزونې لپاره وګرځول شو.
همدارنګه غونډې د مخکې جوړو ودانیزو توکو د صنعتي فابریکې د فعالولو پروژې د منظورۍ پر مهال د یادې پروژې د پلي کېدو په برخه کې د ښار او کور جوړولو وزارت او د جمهوري ریاست د اقتصادي مشاوریت نوښت د قدر وړ وباله او د ښار او کور جوړونې وزارت یې مکلف کړ چې د دغې پروژې د پلي کېدو کره او هر اړخیزه څارنه وکړي.
په دې غونډه کې په منظور شویو قراردادونو کې لاندې پروژې شاملې دي:
• د ښارجوړونې وزارت اړوند د مخکې جوړو ودانیزو توکو د صنعتي فابریکې د پروژې طرحه، ډيزاین، نصبول او فعالول؛
• په کاپیسا ولایت کې د ۲۶ښوونځیو د تاسیساتو د احاطوي دېوالونو جوړول؛
• د باریکاب ښارګوټي د کرنیز زون د صنعتي پارک د سړکونو جوړول، دغه پروژه د کډوالو د ستونزو د لرې کولو لپاره چې په یاد ښارګوټي کې میشتېږي، د اهمیت وړ ده؛
• د سالنګ په مسیر کې د برېښنا لېږد لین د پرزو تدارک؛
• د هرات ولایت د زنده‌جان ـ غوریان سړک جوړونې پروژې د قرارداد تعدیل؛
• د فوایدعامې وزارت اړوند د ملي ودانیز لابراتوار لپاره د لابراتواري تجهیزاتو تدارک؛
• د سپیدار ماڼۍ د الحاقیه ودانۍ د جوړولو قرارداد؛
په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمیسیون پر غړو سربېره، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولانو، د سیګار، د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون، د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس او غوڅ ملاتړ د سیستیکا ادارې د شفافیت ناظرانو هم ګډون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته