نړۍ

دامريکا دتکزاس ايالت په يوه کليسا کې دډزو له امله ٢٧ تنه ووژل شول

واشنګټن دامريکا غږ باختر دلړم دمياشتې ١٥ نيټه  :
دامريکا دتکزاس ايالت په يوه کليسا کې دډزو له امله څه ناڅه  ٢٧ تنه ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول.
د تکزاس ايالت ګورنر ګرګ ابت  دوژل شويو کسانو دشمير په تائيدولو سره وويل چې دغه شان بريد ددغه ايالت په تاريخ کې بې سارى دى.
داسوشتدپرس دخبرله مخې ؛ پرون د تکزاس ايالت دساترلند اسپرينګ ښار په
کليسا  کې  ددعا مراسم  په داسې حال کې پرځاى شول  چې  يوه وسله وال سړي 
کليسا ته له ننوتو وروسته  په حاضرو کسانو  ډزې وکړې.
دامريکا جمهوررئيس ديکشنبې  په ورځ  په  تيوتر کې خبر ورکړ  چې  په دغه بريد  خبر دى او خبرونه يې   جاپان ته دسفر په بهير کې تعقيبوي .
دامريکا  جمهوررئيس دغه راز ويلي دي  چې اف  بي  آى   او دپوليسو ځواکونه  له نږدې  حالت تر کنترول لاندې لري  .
دتکزاس ايالت   دعامه امنيت دسازمان وياند فريمن مارتين  د يکشنبې په ورځ دخبريالانوپه وړاندې وويل چې مشکوک يو سپين پوستى  ځوان و ، چې په ډزو کې ووژل شو.
نيويارک ټايمز او څو نورې خبري سرچينې وايي  چې د يرغلګر  نوم   ٢٦کلن  ((دوين  پاتريک کلي)) دى    چې د تکزاس دبرانفز اوسيدونکى دى او دنيو مسکيکو په اډه کې يې  دامريکا په هوايي پوځ کې  دخدمت سابقه لرله.
دا په تير يو کال کې   په امريکا کې  دسر له زيان سره    دډزو  څويم مورد دى   يوازې دوه مياشتې مخکې يوه امريکايي   په لاس ويګاس ښارکې ديوه هوټل  له ساحې څخه څه ناڅه پنځوس تنه  چې دپرانستي فضا  په يوه کنسرت کې يې   ګډون درلود ، ووژل .پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته