کابل باختر د کب لومړى :
دماليې وزير اکليل حکيمي دايران داسلامي جمهوريت له سفير محمد رضا بهرامي سره ددواړو هېوادونو داقتصادي او تجارتي کميسيون ددريمې غونډې دجوړولو په باب خبرې وکړې .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې دواړو لورو ددواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي او اقتصادي کميسيون ددريمې غونډې دجوړولو دافغانستان د تجارتي مالونو د صادراتو لپاره دچابهار بندر داسانتياو ، په دغه بندر کې دافغانستان دبانکي نمايندګيو دپرانستلو د ليږد راليږد کميټې دشپږمې غونډې دجوړولو ، ددواړو هېوادونو ترمنځ دتجارتي راکړې ورکړې د کچې دزياتوالي ، په نيمروز ولايت کې دهلمند دسيند دپاسه د ميلک د دويم پله دجوړولو دسرحدي بازارونو دپرانستلو ،دحکومتي جوړښتونو له لارې د نفتي توکو ، سمنتو ، قيراو دګول سيخونو دپيرودنې دتفاهم ليک ، د نوري فايبر په برخو کې دايراني شرکتونو دپانګې اچونې ، افغان سوداګرو ته دويزې داسانتياو دبرابرولو دافغانستان دترانزيتي مالونو د تضمينونو داخستلو ، دګمرکي اطلاعاتو دتبادلې او د پيسو له پرې منځلو سره دمبارزې په باب خبرې اترې وکړې .
ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل