امنیت

اووه اتيا تنه ډار اچوونکي د هېواد په بېلابېلو سيموکې ووژل شول

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٢٧ :
د هېواد په بېلابېلو سيموکې په تيرو٢٤ساعتوکې ٨٧ تنه ډار اچوونکيپ ووژل شول. 
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيموکې ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو قوماندانانو  او د څلورو تنو داعشيانو په ګډون اووه اتيا تنه ډار اچوونکي ووژل شول، اووه پنځوس تنه ټپيان او دوه تنه نور نيول شوي دي.
دغه ګډعمليات د ننګرهار، لغمان، کونړ، کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، قندهار، روزګان، غور، فراه، بادغيس، کندز، فارياب، سرپل، بدخشان  او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته