کابل – باختر د لړم دمياشتې ٥
په نورستان ولايت کې د پرونۍ زلزلې له امله ٦تنه ووژل شوي او ٢٤ تنه نور ټپيان شوي دي.
د هغې زلزلې له امله چې پرون له غرمې وروسته په هيوادکې وشوه؛ په نورستان ولايت کې د استوګنې په لسګونو کورونه هم ويجاړ شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغه ولايت کې د زلزلې له امله د استوګنې د ١٥٠ کورونو يو ښوونځى او دوه جوماتونه هم ويجاړ شوي دي.
د نورستان والي زياته کړه: موږ يوه اندازه لومړني توکي د پيښې له مصيبت ځپلو سره د مرستې په مقصد لرو؛ د مصيبت ځپلو د دقيق شمېر له معلوميدو او سروې وروسته به د مرستو د ويشلو بهير پيل شي.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم له مرستندويو موسسو او دولت څخه وغوښتل چې ډير ژر دې له مصيبت ځپلو سره مرسته وکړي.
د نورستان ولايت د عامې روغتيا د رييس د څرګندونو له مخې: کافي درمل په واک کې لرو چې د پيښې د ټپيانو درملنه وکړو، خو د نورستان روغتون ته د درملو ليږلو په لاره کې د عامې روغتيا وزارت د مرستې غوښتنه کوو.