کابل باختر د ليندۍ ١٦ مه په تېرو۲۴ساعتونو کې د طالبانو د یوه تن سیمه ېیز قوماندان او ۳ تنو داعشیانو په ګډون ۷۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۵۲ تنه ټپیان شوي او یو تن بل ژوندى نیول شوی دی . د ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې،دغه عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، زابل، روزګان، غور، فراه، فاریاب، سمنګان کندز، بلخ او د هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.پاىجهان يار
0 د یوې دقیقې څخه لږ