ټولنه

د نيمروز اوسېدونکو د تاوتریخوالي د کمښت ملاتړ وکړ

کابل/ د کب ۵ مه/ باختر
د نیمروز اوسېدونکو د دغه ولایت په مرکز زرنج کې په لاریونونو سره په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت پروګرام د عملي کېدو هر کلی وکړ.
د نیمروز والی سېد ولي سلطان د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت پروګرام اجرا کېدل د جګړې د دواړو خواوو پر اعتماد جوړولو مثبت اغېز لري.
هغه هیله وکړه چې دغه پروګرام عمومي اوربند ته لاره پرانیزي.
هغه وویل: بين الافغاني مذاکرات د تېرو ۱۸ کلونو د لاس ته راوړنو په ساتلو سره پیلېږي.
د نیمروز مدني فعالانو له دغه پروګرام څخه د خوښي په څرګندولو سره له وسله والو مخالفینو غواړي چې په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي چې په هېواد کې د جګړې د ختمېدو لپاره زمینه برابره شي.
د نیمروز اوسېدونکي وایي: په هغه صورت کې چې د تاوتریخوالي د کمښت پروګرام رعایت شي؛ د سولې د رسېدو لپاره هیلې زیاتېږي .
دغه خلک وایي: د اووه ورځني تاوتریخوالي د کمښت طرحې عملي کول، کولای شي د جګړې د پای رسولو لپاره پر حکومت او وسله والو مخالفينو د خلکو هیله او اعتماد کړي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته