امنیت

په قندهارکې له يو يرغلګر سره د ځانمرګو بريدونو يو پلان جوړونکى ونيول شو

کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٢٦ :
د ځانمرګو بريدونو يو پلان جوړونکى د دغه شان بريدونو له يو يرغلګرسره د ملي امنيت د مامورينونو له خوا په قندهار ولايت کې ونيول شو.
د طالبانو په ډلې پورې اړوند د حافظ د تروريستي ډلې افرادوعصمت الله او لالاجان غوښتل چې په قند هار ښارکې په ځانمرګي بريد لاس پورې کړي.
د قندهار ولايت د ملي امنيت يوه خبرځاى د باخترآژانس خبريال ته وويل: نيول شويوکسانو ادعا کړې ده چې له هلمند ولايت څخه د يو لړ ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو لپاره قندهار ته ورغلي وو .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د دغوکسانو په نيول کيدوسره، په قندهار ښارکې د تروريستي پيښو مخه نيول شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته