امنیت

په يوه ريکشا کې ځاى پرځاى شوي چاوديدونکي توکي وچاوديدل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٧
په فارياب ولايت کې نن سهار په يوه ريګشا کې د ځاى پرځاى شويو چاوديدونکو توکو د چاودنې له امله د افغانستان د ملي غورځنګ د يوه قوماندان په ګډون پنځلس تنه ټپيان او دوه تنه نور ووژل شول.
د فارياب ولايت د اندخوى ولسوال سلطان سنجر باختر آژانس ته وويل: د افغانستان د ملي غورځنګ يو قوماندان حاجي محمد قُل د فارياب ولايت د اندخوى ولسوالۍ په بالاحصار واټ کې هغه وخت ټپي شو چې په يوه ريګشا کې ځاى پرځاى کړى شوي چاوديدونکي توکي په ريموټ کنترول سره وچول شول.
خبرځاى زياته کړه: ددغې چاودنې هدف د دغه قوماندان لمنځه وړل و چې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول.
ويل کيږي چې د محمدقُل په ګډون د دغې پيښې د شپږ و تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته