کابل- باختر د مرغومي د مياشتې ١٨ مه:
د پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ د مړينې په مناسبت د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ډاډکيرنې پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان لوی او نومیالی مورخ او محقق، پوهاند ډاکترمحمد حسن کاکـــړ د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
ارواښاد پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ د خپل خوږ عمر په اوږدو کې بې سارې علمي څېړنې تر سره کړي او د افغانستان د تاریخ په اړه یې خورا مهم او معتبره علمي آثار لیکلي دي.
ده همدا راز د هېواد د ننه او بهر په بیلابیلو پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو کې تدریسي او تحقیقي فعالیتونه درلودل.
ارواښاد پوهاند کاکړ د افغانستان د آزادي په مبارزاتو کې هم فعاله ونډه درلوده، د هېواد په تاریخي او فرهنکي ډګر کې د ده خدمتونه نه هېرېدونکي او مړینه یې د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه ده۰
ارواښاد پوهاند کاکړ ته د لوی خدای(ج) له درباره فردوس جنت او کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبرهيله کوم .
0 1 دقیقه لوستل