خبرونهسیاستفرهنګTOP

پېښو ته د رسېدنې عالي کمېسیون فوق‌العاده غونډه وکړه

کابل، د غويي ۲۲مه، باختر 

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون فوق‌العاده غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې غونډ کې، په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله هېوادوالو ته د اوښتو زیانونو او هغوی ته د عاجلې مرستې رسېدنې په اړه خبرې شوې دي. 

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د غونډې په پيل کې، پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون رئیس ملا عبدالغني برادر آخوند؛ په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار کې د وروستیو سېلابونو له امله هېوادوالو ته د اوښتو زیانونو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې، شهيدانو ته یې د جنت الفردوس، پاتې کسانو ته یې د جميل صبر او ټپیانو ته یې د الله (ج) له درباره د سملاسمي روغتیا دعا کړې ده. 

هغه ویلي دي: افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېری وخت یې خلک د طبیعي پیښو له امله زیان ویني؛ له همدې امله مسئولې ادارې مکلفې دي چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته پر وخت د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ولري. 

په دې فوق العاده غونډه کې همدا رنګه، په یادو ولایتونو کې د سېلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د بېړنیو مرستو رسولو په موخه د کورنیو چارو وزارت، اقتصاد وزارت، روغتیا وزارت، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او سرې میاشتې په مشرۍ په ترتیب سره د نجات، مرستو د جلب او جذب، روغتیا او ټپیانو ته د رسېدنې، د تکفین او تدفین او د خوراکي توکو د چمتو کولو او رسولو کمېټې جوړې شوې دي.

پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون مشرتابه، دغه راز د ټاکل شویو کمېټو غړیو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه کړې چې ژر تر ژره دې د پېښې ځای ته ځان ورسوي او له شته امکاناتو څخه په استفادې سره دې، د زيانمنو شویو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دغو وروستیو ورځو کې، د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله، هېوادوالو ته مالي او ځاني زیانونو اوښتي دي. د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو او ارګانونو زیانمنو شویو ته په وخت او د امکاناتو به حدودو کې رسیدګي کړې ده. 

ملي او بین المللي بنسټونو او سازمانونو ته هم په کار ده چې مرستې او همکارۍ ته ور ودانګي او د زیانمنو شویو لاسنیوی وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته