کابل باختر دسلواغي شپاړلسمه :
په جوزجان ولايت کې دواورې داورښت او داوبو دڅپانده کيدو له امله داستوګنې سل کورونه زيانمن شوي دي .
داوبو دڅپانده کيدو له امله دتيرې شپې په نيمايي کې دشبرغان دخلکو کورونه ويجاړ شوي دي .
دجوزجان ولايت مرستيال انجنيرعبدالرحمن محمودي باختراژانس ته وويل دبيړني حالت دکميټې مسوولينو په همکارۍ له سلوزيانمنو شويو کورنيو سره لازمې مرستې شوې دي .
دغه مرستې دزيانمنو شويوکسانو دزيان دکچې په پام کې نيولو سره شوې دي . او بايد دولتي او غير دولتي مرستندوى مرکزونه له زيانمنوشويو کورنيو سره دمرستي لپاره اقدام وکړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ