امنیت

دخوست ولايت په ځينو سيمو کې دلسګونو تنو نويو روزل شويو ځواکونو ځاى پرځاى کيدل.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣٠
دپوليسو په لسګونو تنه پوځيان له پوځي زده کړو وروسته دامنيت دتامينولو په خاطر دخوست ولايت په ځينو سيمو کې ځاى پرځاى شول .
دغو پوځيانو دوه مياشتې دخوست په پوځي اکاډمۍ کې زده کړې کړې دي دخوست ولايت امنيه قوماندان جنرال فيض الله غيرت دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې دوره کې يو سلو شل تنه ملي پوليسان دخوست له اکاډمۍ څخه فارغ شول.
ده وويل : دغه پوځيان دامنيت دتامينولو او له تروريزم سره دمبارزې په موخه دخوست ولايت په ځينو سيمو کې ځاى پرځاى شول.
دخوست والي حکم خان حبيبي ددغو پوځيانو دفراغت په مراسمو کې له هغوى څخه وغوښتل چې دخلکو دامنيت دتامينولو او د تروريزم پرخلاف دمبارزې په لاره کې هلې ځلې وکړي .
دخوست دپوځي اکاډمي کې دجوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې په اوو دورو کې اووه سوه اتيا تنو پوليسانو زده کړې کړي او فارغ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته