سیاست

جمهوررئیس غني د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو سره وکتل

کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې په ارګ کې د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو سره په کتنه کې د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د کابل ښار د وروستیو پېښو، خپلسریو او د لارو بندېدو په اړه د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې زهره ولي رحماني، اورځلا اشرف، حمیرا ثاقب او حمیرا اوریاخیل د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له جمهوررئیس څخه یې له دې امله چې په ملي او د تصمیم نیولو مسائلو کې یې د ښځو نظریاتو ته ارزښت ورکړی دی، مننه وکړه.
په پيل کې زهره ولي رحماني د تورې چارشنبې پر خونړۍ پېښې د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ له هغې را وروسته کړکېچونو ته په اشارې وویل، دښمن په فزیکي جنګ کې زموږ د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوی دی، نو دا ځل یې د ولس په ضد رواني جنګ پيل کړی دی.
اغلې رحماني ټینګار وکړ چې حکومت او ولس باید د دغه پيل شوي رواني جنګ پر وړاندې متحد شي، د هغې په خبره دا جنګ تر فزیکي جنګ خطرناک دی، ځکه په ولس کې بې باوري، اندېښنې او د روښانه راتلونکي په لور د حرکت انګېزه په موږ کې وژني.
هغې وویل، په داسې حال کې چې زموږ د هېواد حالت تر پخوا ښه دی او ډېر څه لرو، خو دښمن د منفي تبلیغاتو له لارې هڅه کوي زموږ د خلکو احساسات او افکار په ناسم لوري رهبري کړي، حکومت باید په مغزونو، افکارو او ماشومانو مثبته پانګونه وکړي او پرېنږدي چې دښمن په رواني جنګ کې زموږ ټولنه مضمحله کړي.
اغلې اورځلا اشرف هم په کابل کې د تېرې تروریستي  پېښې رواني اغېزې خورا درنې او غمجنې وبللې. هغې زیاته کړه، د معترضینو له خوا د لارو بندولوکابل ښاریان له خپل لومړني حق چې آزاد تګ راتګ دی محروم کړي دي.
ورپسې حمیرا ثاقب د هېوادوالو ساتنه د دولت مکلفیت وباله او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د کابل د وروستي تروریستي برید کورني او بهرني عاملان دې له پېژندو وروسته ژر محکمې ته راوکاږل شي. هغې زیاته کړه، حکومت باید د زورواکو او قومي ټیکه دارانو په ځای مدني ټولنې ته مراجعه وکړي، چې په ټولنه کې شته قومي درزونه چې ورځ تر بلې غټېږي، ورغاوي.
همدارنګه حمیرا اوریاخیل هم قومي او سمتي تعصبونه، جنګ او اداري فساد د ټولو ستونزو جرړه وبلله او وړاندیز یې وکړ چې حکومت باید دسولې راوستو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د یادو ویناوالو د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته جمهوررئیس غني د کابل د وروستۍ تروریستي پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت پرمهال وویل، له دغې پېښې وروسته یې د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره په کتنوکې د روان جنګ په اړه چې بڼه یې بدله شوې او عام خلک په نښه کوي سلامشورې وکړې.
جمهوررئیس غني وویل، د کابل د تورې چارشنبې پېښه زموږ لپاره په امریکا کې د سپټمبر د یولسمې پېښې په شان وه، امریکا له دغې پېښې وروسته د نړۍ یووالی تر لاسه کړ او موږ هم د کابل پروسې کنفرانس کې نړيواله اجماع او ملاتړ ترلاسه کړ، خو دښمن هڅه کوي چې زموږ د کورنیو ستونزو په زیاتولو سره دغه نړیوال ملاتړ تر سیوري لاندې راولي.
جمهوررئیس د شانګهای د همکاریوله سازمان کې خپل ګډون او د نړۍ له رهبرانو سره کتنو ته په اشارې وویل، چین د لومړي ځل لپاره غواړي زموږ او پاکستان ترمنځ سوله وکړي او نږدې وخت کې به د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راشي،له پاکستان سره سوله هغه موضوع ده چې زموږ غوښتنه وه چې دولت په دولت باید دا موضوع حل شي. 
جمهوررئیس وویل، زه چې هر کله یوه لاسته راوړنه لرم او تحول ته شرایط برابر شي، له یوې خوا نه یوې خوا راباندې جنګ او فشار راځي، هغه ټینګار وکړ چې هیڅ قدرت به ونشي کړای په راتلونکو پروګرامونو زموږ تمرکز له منځه یوسي او زموږ سنجش باید د بحران په وخت کې منطقي وي.
هغه له مدني ټولنې او خلکو وغوښتل چې کله یو زورواکی قانون تر پښو لاندې کوي او ان په پولیسو چې ستاسو د ساتنې لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی لاس پورته کوي، باید د دوی په وړاندې خپل غږ پورته کړئ.
  جمهوررئیس د امنیت د تامین اوپه امنیتي ادارو کې د اصلاحاتو په اړه د یو ملي بحث راپورته کېدل مهم وبلل او زیاته یې کړه دا ملي بحث لومړی بایدکابل او بیا نورو ولایتونو ته وغځول شي، چې په نتیجه کې يې موږ وکولای شو په خلاص مټ امنیتي ادارې په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت کې اساسي اصلاحات راولو.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د تاریخ په اوږدو کې زموږ ستونزه دا وه چې د یو قوي ملت په لرلو سره مو قوي دولت نه درلود، خلک قوي دولت غواړي او د دغه ملي بحث په نتیجه کې باید دولت او ملت جوړونې په سر توافق ته ورسېږو او خپل زیات پام په درېوو قشرونو ښځو، ځوانانو او بېوزلو راټول کړو. نه په قومي، سمتي او مذهبي مسائلو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته