ټولنه

په قندهارکې د دوو واټونو د ترميم او پخولو کار پيل شو

کابل/ د لړم ٧مه/باختر
په قندهارکې د دوو واټونو د ترميم او پخولو کار پيل شو.
  دغه واټونه په قندهارښارکې موقعيت لري او حکومت يې ترميموي.
د قندهار والي حيات الله حيات باختر آژانس ته وويل چې دغه واټونه د٥٨٠ مترو په اوږدوالي او د ١٦ مترو په سور او د ٢٠٠ مترو په اوږدوالي او د اتو مترو په سور  ترميم او پخېږي.
د دغو واټونو د ترميم او پخولو د کار په پيل سره سلګونو ځوانانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.
د قندهار والي وايي چې د دغو دوو واټونو په ترميم او پخولو سره  د قندهار د زرګونو اوسېدونکو په تګ راتګ کې اسانتيا برابريږي.
ختم-ف -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته