پل علم باختر دغبرګولي دمياشتې ١١ :
له يوه کال را په دې خوا پنځه ټنه راټول کړاى شوي نشه يي توکي پرون په لوګرولايت کې وسوځول شول .
دلوګرولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدداود احمدي دباخترآژانس خبريال ته وويل : پنځه ټنه نشه يي توکي چې دهيروئينو پوډر ، چرس ، اپين ، مورفين او يو ګرام شيشه يي نشه يي توکي پکې دي اوله يو کال راپه دې خوا دملي امنيت ، ملي اردو او دملي پوليسو په ګډون دامنيتي ځواکونوله خوا ددغه ولايت په بيلابيلو ساحو کې دجلاجلا عملياتو په بهيرکې راټول کړاى شوي و پرون دموظف کميسيون دهيئت ، دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې معنيت داداري رئيس سمونوال عبدالروف اودڅارنوالۍ ، ملي امنيت او دژوندانه دچاپيريال ساتنې د ادارو داستازو په وړاندې وسوځول شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغو قضيو په اړوند ١٦ تنه له ٧ مبايلو او ٨ ډول ډول وسايطو سره هم نيول شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل