سیاست

صلاح الدين رباني دايران دبهرنيو چارو له وزير سره وکتل .

کابل باختر د ليندۍ  اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو  چارو وزير صلاح الدين رباني  تير ماښام  دايران داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو له وزير ډاکتر  محمدجواد ظريف  سره  دپاکستان داسلامي جمهوريت په پلازمينه اسلام اباد ښار کې وکتل او خبرې يې ورسره وکړې .
  دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.  ددواړو هيوادونو  دبهرنيو چارو  وزيرانو  چې  داستانبول  دبهير  داسيا دزړه  دبهرنيو چارو دوزيرانو په پنځمه غونډه کې دګډون لپاره پاکستان ته سفر کړى دى  تيره شپه  وکتل  او ددواړو هيوادونو ترمنځ  دهمکاريو دطرحې په باب  چې پخوا  دهغې دتدوين په باب  ددواړو هيوادونو دمشرتابه په کچه  موافقه شوې وه  ، خبرې وکړې .
  په دې کتنه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير ټينګار وکړ  چې په سيمه کې  دګډو  تروريستي  او امنيتي چلنجونو او ګواښونو پرخلاف دمبارزې په لاره کې  بايد  سيمه ئيزه همکاري وشي .
  په همدې حال کې  دايران داسلامي جمهوريت  دبهرنيو چارو وزير  دملي وحدت  له حکومت سره دملاتړ په ترڅ کې  له هغو هڅو سره  دخپل هيواد  په ملاتړ باندې ټينګار وکړ  چې په افغانستان کې  دامنيت  او سولې  دتامينولو لپاره  ترسره کيږي. .
دغه راز دواړو لورو  په بيلابيلو برخو کې دافغانستان او ايران ترمنځ دهمکارۍ  دګډو فرصتونو په باب  خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته