ورزش

د هيواد دځوانانو دکرکټ ملي ټيم د ويست انديز له ټيم سره سيالي کوي.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
دهيواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم سبا د ويست انديز له ټيم سره لوبه کوي .
دهيواد دکرکټ بورد ويندوى فريد هوتک باختر آژانس ته وويل  : دغه لوبه دکرکټ دپنځوس آوره  نړيوال جام دسياليو په دوام سبا په عربي متحده اماراتو کې دپنځم مقام د ترلاسه کولو په مقصد تر سره کيږي.
د يادونې وړ ده چې  په دغو سياليو کې شپاړلس ټيمونه ګډون لري چې  د  هيواد دنولس کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم په   (بى)   ګروپ کې دبنګله ديش ،  استراليا او ناميبيا سره په يو ګروپ کې و  چې دبنګله ديش دټيم  په وړاندې يې ماته ومنله او داستراليا او ناميبيا ټيمونو ته يې ماته   ورکړه  او په وروستي   پړاو کې دجنوبي
افريقا له ټيم سره پرون لوبه وکړه  چې لوبه يى سيال  ټيم ته بايلوده  .
ټاکل شوې ده چې سبا دپنځم مقام دګټلو لپاره د ويست انديز له ټيم سره لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته