ښوونه او روزنه

د ترکيې د پوهنې بنسټ یو ښوونځی په بلخ کې جوړ کړ

کابل / د چنګاښ ۱۴ مه / باختر
د ترکیې د پوهنې بنسټ لومړنى ښوونځى پرون په بلخ کې پرانيستل شو.
دغه ښوونځى په نړیوالو معیارونو سره جوړ شوی دی او ټاکل شوې ده تر دوو میاشتو پورې په فعالیت پیل وکړي.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په بلخ کې د ترکیې د پوهنې بنسټ مسوولينو د دغه ښوونځي د جوړولو موخه د ځوانانو د علمي کچې لوړول وبلل.
په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ رییس وايي چې ترکیه غواړي د ښوونځیو او علمي مرکزونو په جوړولو سره، د پوهنې په برخه کې د افغانستان له خلکو مرسته وکړي.
په افغانستان کې د ترکيې د پوهنې بنسټ د مسوولينو د شمېرونو له مخې؛ دغه بنسټ د هېواد په شپږو ولایتونو کې په ۲۲ ښوونځیو کې نجونو او هلکانو ته زده کړه ورکوي او وايي چې هڅې کوي خپل فعالیت پراخ کړي.
پاى/ع 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته