امنیت

د لوی قندهار ټول ولسونه د سولې په ارمان دي

قندهار باختر د  وري د  میاشتې ۱۵ مه
د لوی قندهار ټول ولسونه د سولې په ارمان دي او پر وسله والو طالبانو غږ کوي، چې نور د سولې لاره خپله کړي او د خپل ولس د سوکالۍ لپاره جګړه بس کړي.
دغه څرګندونې د قندهار والي تورن جنرال زلمي وېسا د سویلي زون په کچه له ديني عالمانو سره د سولې په اړه په جوړې شوې غونډه کې وکړې.
د باختر اژانس د سیمه يېز خبریال د خبر له مخې:
په دې غونډه کې د سولې د عالي شورا ریېس استاد کریم خلیلي،د سولې د عالي شورا د دار الانشا ریېس او په سیاسي چارو کې د جمهور ریېس سلاکار محمد اکرم خپلواک، د قندهار والي او مرستیالانو،د روزګان والي اسدالله سعید،له کابل څخه ورغلو ديني عالمانو،د قندهار،زابل،روزګان او د هلمند ولایت ديني عالمانو،قومي مشرانو او په لسګونه نور کسانو ګډون کړی و.
د قندهار والي تورن جنرال زلمي وېسا غونډې ته په خپله پیليزه وینا کې وویل چې، د لوی قندهار ټول ولسونه د سولې په ارمان دي او پر وسله والو طالبانو يې غږ وکړ، چې نور د سولې لاره خپله کړي او د خپل ولس د سوکالۍ لپاره جګړه بس کړي.
هغه وویل، چې دولت د خلکو لپاره د ښې حکومتدارۍ په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي، چې د همدې له امله له حکومت سره د خلکو همکاري زياته شوې او په بېلابيلو برخو کې پرمختګونه رامنځته شوي دي.
د سولې د عالي شورا ريېس استاد کريم خليلي قندهار د ټول هېواد په کچه د يوه سرنويشت جوړونکي ولايت په توګه ياد کړ او زياته يې کړه، چې د لوی قندهار ولسونه کولای شي څو د سولې د ملي پروسې په بريا کې اغېزمنه همکاري وکړي.
خليلي په هېواد کې روانه جګړه د هيڅ چا په ګټه ونه بلله او زیاته يې کړه، چې بايد وسله وال طالبان د يوې حتمي سولې په اړه پرېکړه وکړي.
په همدې حال کې د هيواد د عالمانو د سرتاسري شورا ريېس مولوي قيام الدين کشاف او د قندهار، زابل، روزګان او هلمند ځينو ديني عالمانو هم وينا وکړه.
دوی له ديني اړخه د سولې پر ارزښت رڼا واچوله او په اوسني وخت کې يې سوله د ټولو افغانانو په خير وبلله.
دوی له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه،چې د جمهور ريېس له خوا وروستي وړانديزونه ومني او د سولې اوسنی ګټور فرصت له لاسه ور نه کړي.
د روزګان والي حاجي اسدالله سعيد، په ولسي جرګه کې د قندهار د خلکو استازي عبدالخالق بالاکرزی، د زابل د ولايتي شورا ريېس عطاجان حقبيان، څارنوال محمد عيسی او د ښځو په استازيتوب بيا عزيزې وطنوال  خبرې وکړې.
دوی ټولو په يوه خوله د حکومت د سولې د روانو هڅو کلک ملاتړ وکړ او هيله يې وکړه، چې د دې غونډې په جوړېدو سره به د سولې روانه ملي پروسه بريالۍ شي.
د غونډې په وروستیو کې د سولې دعالي شورا د دارلانشاء ريېس محمداکرم خپلواک
وویل، چې حکومت له وسله والو طالبانو سره بېله کوم قيد او شرط پرته د سولې خبرو ته حاضر دی او وسله وال دې هم له خپل لوري یو خپلواکه پریکړه وکړي.
هغه له جمهور ريېس محمد اشرف غني هم مننه وکړه، چې د سولې د پروسې د بريا لپاره جدي هوډ لري او د دې پروسې د ښه پرمخ وړولو لپاره يې يوه نړيواله اجماع رامنځته کړې ده.
د یادونې وړ ده چې،په قندهار کې تردې مخکې هم د سولې لپاره ورته غونډې جوړې شوي خو دا لومړی ځل دی، چې د سويلي زون په کچه  په قندهار کې د سولې په اړه د دیني عالمانو لویه مشورتي غونډه جوړيږي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته